وسله والو طالبانو تایید کړې، چې استازو یې د قطر پلازمېنه قطر کې د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر مخې طالبانو نن شنبې د تلې ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالب استازو او امریکا د خبرو پلاوي تر منځ دغه کتنه د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۲ مه دوحه کې تر سره شوه.
خبرپاڼه وايي، د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د سیاسي دفتر مشر الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړو شیخ شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف ، الحاج محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.
طالبانو دا هم ویلي، چې د امریکا له خوا د پلاوي مشري د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کوله او طالبانو په خپلو خبرو کې د اشغال پر خاتمه او او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې داسلامي امارت استازو د مشکلاتو د حل او واقعي امن په راتلو کې د خارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری.
د مجاهد په وينا په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.
د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ قطر کې د خبرو راپور لومړی وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې ورکړ، خو په دې اړه یې نور جزیات خپاره نه کړل.
باید و ویل شي، چې خلیلزاد په قطر کې له قطري چارواکو او طالب استازو سره تر کتنې او خبرو وروسته نن دوشنبې د تلې ۲۱ مه بېرته کابل ته راستون شوی او دلته یې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله سره هم کتلي او هغوی ته یې پاکستان، سعودي عربستان، قطر ته د خپل سفر په اړه جزیات ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل