پاکستاني رسنۍ وايي، امریکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر پر مخ وړلو کې د سعودي عربستان پر ښکېلولو سره سلا شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د باوري سرچینو په قوله ویلي، چې پر دغې موضوع پاکستان ته د زلمي خليلزاد د سفر پر مهال هوکړه وشوه.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې بهیر په خبرو کې د سعودي عربستان پر ښکېلولو کومه نیوکه نه دلري.
د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ پاکستاني چارواکو خلیلزاد ته دا هم زیاته کړې، چې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم خبرو اترو ته د طالبانو د راوستو په بهير کې يې مهم رول لوبولى دی.
دغه ورځپاڼې دا هم ویلي، چې زلمی خلیلزاد دا مهال په سعودي عربستان کې دی او د دغه هېواد له استخباراتي چارواکو او سیاسي مشرانو سره ګوري.
بل خوا ورځپاڼه د روسيې نوښت ته هم اشاره کوي چې افغان سولې لپاره يې يو بهير پيل کړى چې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو په گډون يوولس هېوادونه پکې ونډه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل