په ځتیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۳۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن یکشنبې د تلې ۱۵ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ائتلافي ځواکونو پرون د ننګرهار په اچین او خوږیاڼو ولسوالیو کې د داعش پټنځایونه بمبار کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلوو غیابان، جورناو، بانډر او چینار په سیمو کې د شویو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ داعشیان وزل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د هوايي برید پر مهال بیا ۱۲ داعشیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار