۰

عبدالله هڅه کوي ټاکنو کې فاروق وردګ یا حکمت کرزی لومړی مرستال وټاکي

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
راپورونه وايي، د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هڅه کوي راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ډاکتر فاروق یا حکمت خلیل کرزی خپل لومړی مرستیال وټاکي.
عبدالله هڅه کوي ټاکنو کې فاروق وردګ یا حکمت کرزی لومړی مرستال وټاکي
راپورونه وايي، د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هڅه کوي راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ډاکتر فاروق یا حکمت خلیل کرزی خپل لومړی مرستیال وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپوږمۍ راډیو د سپېدار ماڼۍ د سرچینو له قوله ویلي، ښاغلی عبدالله سر له همدا اوسه د یوه بانفوذه پښتون سیاست وال په لټه کې دی تر څو یې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د ځان لومړی مرستیال وټاکي.

د سرچینې په وینا د عبدالله لومړی انتخاب ډاکتر فاروق وردګ او دوهم هغه یې بیا د بهرنیو چارو وزارت اوسنی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی دی، تر څو وکولای شي ټاکنې په آسانۍ سره وګټي.

د سپېدار سرچینو دا هم ویلي، چې ښاغلي عبدالله په دې برخه کې د خپلو نېږدې پلویانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

ډاکتر عبدالله دا مهال په امریکا کې دی، خو دغه سرچینې ویلي، چې نوموړی به د امریکا له سفر وروسته د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره وګوري تر څو فاورق وردګ دې ته راضي کړي، چې لومړی معاونیت ورسره ومني.

سرچينه وايي که چيرې عبدالله په لومړني دغه انتخاب کې بريالی نه شي نو هڅه به وکړي چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی دې ته راضي کړي، چې د لومړی معاونیت څوکۍ ورسره ومني.

باید و ویل شي، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې عبدالله به د ولسمشر غني په ټیم کې وي او د هغه د لومړي مرستیال څوکۍ به ومني.

دغه راپورونه وروسه له هغې خپاره شول، چې تېره اوونۍ ولسمشر غني او عبدالله یو ځای پغمان ولسوالۍ ته د استاد عبدالرب رسول سیاف کور ته ورغلل او تصویرونه یې په خواله رسنیو خپاره شول.

خو د عاشورا د لمانځنې په غونده کې ډاکتر عبدالله عبدالله و ویل، چې په انتخاباتي ټیکتونو کې به د هېچا مرستیالۍ ته هم زړه ښه نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي