امریکايي نیوزویک رسنۍ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ د باروي سرچینو په حواله ویلي، چې ټرمپ به دغه کار د کانګرېس د خپل منځي ټاکنو څخه وروسته تر سره کړي.
د خپرونې په باور امریکا تمه لري، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې بریالي شي او د خبرو په پایله کې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو مهال وېش وټاکي.
نیوزویک د باوري سرچینو له قوله زیاته کړې، چې ښايي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به له ۲۰۲۰ میلادي کال څخه پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او ناټو تر وړاندې ټینګار کړی و، چې طالبان له جګړې لاس اخیستلو ته تیاري ونه ښيي، له افغانستانه به خپل پوځیان ونه باسي.
جمهورخبري آژانس:کابل