۰

ملي امنیت په چاودنو کې له کارېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۴
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو پکتیا ولایت کې له امونیم نایتریت څخه ډک هینو موټر کشف او نیولی دی.
ملي امنیت په چاودنو کې له کارېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو پکتیا ولایت کې له امونیم نایتریت څخه ډک هینو موټر کشف او نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ریاسته نن چهارشنبې د وږي ۲۱ مه په خبره شوې خبرپانه کې راغلي، چې دغه موټر د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په موټر کې ۶۲ بوجۍ امونیم نایتریت کیمیاوي مواده، چې په بوشکه يي ماینونو، ځانمرګو واسکټونو او نورو چاودنو کې کارول کېږي، بار وو.

سرچینه زیاتوي، چې دغه موتر له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د وزیرستان له واڼه څه بار او غزني ولایت ته لېږدول کېده، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وینوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې موتر سره د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو دوه برابرونکي هر یو روف ګل د میتن ګل زوی او عبدالرحمن د سپیر زوی هم نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي