سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې له دواړو لورو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه د وږي ۱۹ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو د دې ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د موشکي په پوسته برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه برید په شاه تمبول شوی او د جګړې په ترڅ کې ۴ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او دغه راز دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل