۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت:

هند به له افغانستان سره هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل.
هند به له افغانستان سره هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او ورسره پلاوي سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت معین ویجی ګوخال د یوه پلاوی په ملګرتیا پرون دوشنبې د وږي ۱۹ مه کابل ته راغلی دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار هم له ښاغلي ګوخال او ورسره پلاوي سره د ملي امنیت شورا دفتر د غوندو په تالار کې وکتل او له افغانستان سره یې د دغه هېواد د سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو له امله مننه وکړه.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرباڼه وايي، دواړو لورو د سيمي پر سياسي او امنيتي حالت ژور بحث او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې د ګډو هڅو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د سيمه ييزو همکاريو پر اوسنی حالت هم خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي ودې په موخه يې د سيمې د هېوادونو دوامداره همکاري مهمه وبلله.

په ورته وخت کې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره هر اړخيزو سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي