۰

د پلوچستان ایالت مرکز کوټه کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان ماین چاودنه شوې ده.
د پلوچستان ایالت مرکز کوټه کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي
د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه هغه مهال د ریموټ کنټرول په واسطه رامنځ ته شوې، چې پاکستاني سرتېري د کوټې ښار د درینګار سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې ټولټال ۱۱ تنه ټپیان شوي، چې ډېری یې پاکستاني سرتېري دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په چمن ښار کې هم پر پاکستاني ځواکونو ورته چاودنه شوې وه او مرګ ژوبله یې ورته اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي