د غزني ولایت لسګونه اوسېدونکو په دغه ولایت کې د وروستیو خونړیو جګړو او روان امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه کابل کې لاریون وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکي، چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه د پلازمنې کابل حضوري چمن سره په لاریون لاس پورې کړی وو.
دوی د غزني ولایت روان امنیتي وضعیت خراب وابله او له حکومت یې غوښتنه وکړه، چې غزني ښار کې د جګړې د ختمولو او امنیت د کابو کولو له پاره جدي اقدامات وګړي.
لاریون کوونکو حکومتي چارواکي او دغه راز په تول کې د امنیتي ارګانونو چارواکي په بې غورۍ او بې کیفایتۍ تورنول او ویل یې دي، چې د امنیتي چارواکو د ناغېړۍ له امله غزني د اور په لمبو کې سوځي.
لاریون کوونکو دغه ښار د سقوط له جدي خطر سره مخ دی او که حکومت پر وخت اقدام ونه کړي نو ښایي ډېری دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
کابل کې د غزني د روان وضعیت په اړه لاریون پر داسې مهال کېږي، چې د افغان ولسمشر په امر تازه ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.
له دې سره ویل کېږي، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو شپږ سوه کسیزه ډله هم غزني ښار ته ننوتې او ډېر ژر به امنیت کابو کړي.
باید و ویل شي، چې پر غزني ښار د تېرې پنشنبې په شپه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وسله والو طالبانو له څلورو خواو بریدونه پیل کړل او تر ښار تر ځینو برخو یې ځانونه ورسول.
که څه هم غزني کې د جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته خو ویل کېږي، د ولسي وګړو په ګډون لسګونو طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې سره بېره ځینې ودانۍ سوځېدلې، مارکېټونه سوځېدلي او خلکو ته د وېرې او ترهې تر څنګ میلیونه افغانۍ مالي زیان هم اوښتی دی.
د غزني ځايي چارواکي وايي، طالبانو ته یې غاښ ماتونکی ځواک ورکړی خو یې له ښار په شاه تمبولي او اوس یې پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل