۰
د پکتیا د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي:

له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی راکړی

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د پکتیا ولایت د ټاکنو سیمه ییز کمېسیون یو شمېر کارکوونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی راکړی
د پکتیا ولایت د ټاکنو سیمه ییز کمېسیون یو شمېر کارکوونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کارکوونکي وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د مرکز ګردیز او د ولسوالیو کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

معترض کارکوونکي وايي، لږ تر لږه ۸ سوه کارکونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او که نور وځنډېږي نو دوی به په اعتراضیه حرکتونو او لاریونونو لاس پورې کړي.

د پکتیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نیږدي ۸ کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

خو زیاتوي، چې ياده مسله، د دې کارکوونکو د کار موده او نور اړوند اسناد يې له مربوطه ادارې سره شريک کړي او هيله من دي چې ژر به د دې کارکوونکو معاشونه حواله شي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي