سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره د خپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بېښه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د شمالان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د باران په نوم طالب قوماندان په خپل کور کې ماین جوړاوه، چې خپل پرې چاودلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې چاودنه کې خپله قوماندان باران او د کورنۍ دوه غړي یې وژل شوي او ۱۱ نور غړي یې ټپیان شوي دي.
سرچینه کاږي، چې په ټپیان کې ۷ ماشومان او څلور هم مېرمنې دي، چې سخت ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند