۰
پاکستاني رسنۍ:

د داعش مهم قوماندان مفتي هدایت الله وژلی دی

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد امنیتي ادارو له قوله ویلي، چې امنیتي ځواکونو د داعش یو مهم قوماندان او دوه ملګري یې د عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د داعش مهم قوماندان مفتي هدایت الله وژلی دی
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد  امنیتي ادارو له قوله ویلي، چې امنیتي ځواکونو د داعش یو مهم قوماندان او دوه ملګري یې د عملیاتو پر مهال وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، مفتي هدایت الله هغه داعشي قوماندان و، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې په شوي خونړي ځانمرګي برید کې یې لاس درلود.

یادو ادارو ویلي، مفتي هدایت الله په مستونګ کې پر یوه انتخاباتي غونده د ځانمرګي برید چې په کې ۱۵۱ تنه و وژل شول او همدومره نور په کې ټپیان شوي، پلان او تنظیموونکی وو.

دغه ادازو زیاته کړې، چې له دې برید وروسته امنیتي ځواکونو د بلوچستان په قلات سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د داعش دغه مهم قوماندان مفتي هدایت الله له خپلو دوه ملګرو سره و وژل شو.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن ویلي و، پولیسو د مستونګ د ځانمرګي بریدګر او مرسته کوونکي پېژندلي چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د هغه په وینا د مستونګ ځانمرګی بریدګر حافظ نواز نومېده چې له آره د پښتونخوا د ایبټ اباد سیمې اوسېدونکی و، خو په دې وروستیو کې په سند صوبه کې اوسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي