۰

فراه کي امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې د چارواکو په وینا دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
فراه کي امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې د چارواکو په وینا دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د فراه ښار پنځمې امنیتي ساحه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

د فراه د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر وایي، د طالبانو په برید کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور طالبانو برمته کړي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم د فراه مرکز د پنځمې امنیتي حوزې په رج کلي کې پر امنیتي پوستو د برید پخلی کوي خو وايي طالبان په شاه تمبول شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو به برید کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، خو زیاتوي چې په جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جګړې پخلی او په کې د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۵ نور د برمته کولو ویلي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په جګړه کې یو زر موټر سوځولی او څلور نور یې له ځان سره وړي دي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي