۰
د اسلامي هېوادونو کنفرانس پريکړه:

افغانستان کې روانه جګړه ناروا او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې مشهورو دیني عالمانو افغانستان کې روانه جګړه ناروا او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وبلله.
افغانستان کې روانه جګړه ناروا او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده
د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې مشهورو دیني عالمانو افغانستان کې روانه جګړه ناروا او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وبلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علماو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي، چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک یې مسلمانان او وژل یې ناروا دي.

دغه اعلامیه د مکې مکرمې له حرم شریف نه خپره شوه او په کې راغلي، د مسلمان وینه تویول حرام دي او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې ګناه انسانان په کې وژل کېږي، د اسلام د اصولو او اساساتو سره په ټکر کې اعمال دي.

په دغه پرېکړه لیک کې  په افغانستان کې روانه جګړه غندل شوې او له ټولو ښکيلو خواو یې غوښتنه کوي، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، جګړه ودروي، د خپلو ورونو تر منځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس ګډونوالو له هېوادونو، سازمانونو او فکري مسلمان قشر نه غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وړاندې ویلي، که په دې کنفرانس کې د دوی جګړه ناروا وبلل شي دا به امریکا سره د هغوی د مرستې په مانا وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي