پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده غځولې او درې میاشتې نور یې هم ثبت شویو کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي لنډمهاله کابینې په غونډه کې پرون شنبې د چنګاښ ۹ مه شوې ده.
د پاکستان د لنډ مهالي لومړي وزیر ناصر الملک له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې د پرېکړې له مخې پاکستان کې مېشت ثبت شویو افغان کډوالو ته درې میاشتې نور هم دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان کډوالو موضوع به راتلونکي ټاکل کېدونکي حکومت ته وړاندې کړل شي.
د سږ کال په لومړیو کې اسلام اباد افغان کډوالو ته اعلان کړی و چې په یوه میاشت کې دننه خپل هېواد ته ستانه شي، خو د پاکستان پر هغې پرېکړې افغان حکومت نیوکه کړې وه.
افغان چارواکو ویل چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي ترینګلتیا زور دې له کډوالو نه باسي او په ورته وخت کې یې د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستانه غوښتي وو، چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي.
جمهورخبري آژانس:کابل