۰

ولسمشر غني او د چین ولسمشر د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین ولسمشر شي جینګ پينګ د کابل او پېکېنګ تر منځ د دواړه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني او د چین ولسمشر د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین ولسمشر شي جینګ پينګ د کابل او پېکېنګ تر منځ د دواړه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د دغه هېواد له ولسمشر شي جینګ پينګ سره وکتل.

له ولسمشر غنی سره خبرو کې ښاغلي شي ویلي«موږ باید هڅه وکړو چې دوه اړخیزې اړیکې مو لا پياوړې شي، دا زموږ یو اساسي اصل دی چې افغانستان سره همکاري پراخه کړو تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.»

نوموړي د سولې، ثبات او اقتصادی پرمختګ په برخه کې د افغان ولسمشر اشرف غني هڅې وستایلې او د هغه د سولې له وړاندیز او موقت اوربند څخه یې ملاتړ وکړ.

د چین ولسمشر زیاته کړې، دا چې طالبانو د موقت اوربند هرکلی کړی دی دا د افغانستان او سیمې لپاره ښه خبر دی.

بل خوا ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانان د سولې هدف ته نږدې دي، خو د دوستو هېوادونو همکاري به دغه هدف ته موږ نور هم نږدې کړي.

ښاغلي غني د چین د هغو هلو ځلو قدرداني وکړه چې له مخې یې د امریکا جمهوررئیس او د هند له صدراعظم سره په ملاقاتونو کې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو ترمنځ د لا نږدې همکاریو سپارښتنه کړې وه.

باید و ویل شي، چې په دغه کتنه کې دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره خبرو ټینګار وکړ، تر څو په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړیکې لا پسې ژورې او پراخې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي