۰

د جاپان اوبو ته نېږدې یوه امریکايي الوتکه لوېدلې

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
جاپاني رسنۍ وايي، د امریکا یوه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نېږدې د جاپان په سویل کې لوېدلې ده.
د جاپان اوبو ته نېږدې یوه امریکايي الوتکه لوېدلې
جاپاني رسنۍ وايي، د امریکا یوه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نېږدې د جاپان په سویل کې لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه الوتکه په هوایي مانورونو بوخته وه، چې نسکوره شوې ده، خو تر اوسه یې د لوېدو لامل او د پاتې شونو د موندلو په اړه معلومان نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت راپورنه دا هم وايي، چې د الوتکې پيلوټ له ایمني څوکۍ سره له الوتکې وتلی دی، خو تر اوسه نه دی موندل شوی.

باید و ویل شي، چې دغه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه په اوکیناوا کې په کادینا نظامي اډه پورې اړونده وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي