وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې جنرال اسکاټ میلر په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلنې ښکېلتیا راهیسې جنرال میلر نهم خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لومړی کس دی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل کېږي.
تورن جنرال مېلر د امریکايي پوځ یو مخکښ قومندان دی او دا مهال د دغه هېواد د هغو ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو ترهګرو سره پټه مبارزه کوي.
باید و ویل شي، چې جنرال سکاټ مېلر له دې مخکې هم څو وارې افغانستان ته د پوځي دندو لپاره استول شوی دی خو دا ځل هغه په افغانستان کې د جنرال نېکولسن پر ځای ټاکل شوی دی.
جنرال نېکولسن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان و، او له تېرو دوه کلونو راهیسې یې دغه دنده پرمخ وړله.
جمهورخبري آژانس:کابل