۰
پوځي چارواکي:

سمنګانو او سرپل کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په سمنګان او سرپل ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سمنګانو او سرپل کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په سمنګان او سرپل ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د غويي ۲۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونه د سمنګانو ولایت د وری دو آب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کېوتي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې دوه میله کلاشنکوف، یو میل پیکا، یو میل راکټ، او د یادو وسلو زرګونه فیره مرمۍ هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

بل خوا خبرپاڼه وایي، د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په بورقوت سیمه کې د نښتې پر مهال بیا دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي