۰

دفاع وزارت وايي زابل کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
د ملي دفاع وزارت وايي، په زابل ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت وايي زابل کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، په زابل ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاع وزارت نن یک شنبې د غويي ۲۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې تر سره شويدي.

سرچینې زیاته کړې، چې په عملیاتو کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت دفاع وزارت د هلمند په نادعلي او ناوه ولسوالیو کې هم د ۸ وسله والو د وژل کېدو او ۳ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت پر داسې مهال په زابل کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، چې وړمه شپه د دې ولایت په دریو ولسوالیو ارغنداب، میزانه او دایچوپان ولسوالیو طالبانو ډلیز بریدونه کړي و.

سیمه ییزه چارواکو ویلي، چې په دغه ولسوالیو په بریدونو کې ۳۴ تنه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي