۰

شپږ زره په زړه سوري ماشومان د درملنې له پاره انتظار باسي

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي، شپږزره افغان ماشومان، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي، د درملنې له پاره انتظار باسي.
شپږ زره په زړه سوري ماشومان د درملنې له پاره انتظار باسي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي، شپږزره افغان ماشومان، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي، د درملنې له پاره انتظار باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز نن سه شنبې د وري ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ماشومانو د سوري زړه ماشومانو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې توان د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

نوموړي و ویل، چې وړاندې له دې سرې میاشتې هر کال تر زرو پورې هغه ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته و په کور د ننه او بهر کې درملنه کول خو اوس دغه شمېره تر ۱۲ سوره پورې رسېدلې ده.

آغلې نیلاب زیاته کړه، چې سرې میاشتې په تېرو څو کلونو کې تر ۸ زره پورې دغه ډول ناروغ ماشومان درملنه کړي خو لا هم ګڼ شمېر افغان ماشومان له دې ناروغۍ سره لاس او ګروان دي.

د سرې میاشتې سکرتر جنراله وايي، اوس هم ۶ زره ناروغ ماشومان د درملنې له پاره له دوی سره ثبت او د درملنې له پاره انتظار باسي.

نوموړې چې د دې ناروغۍ په درملنه کې تر ډېره هند، چین او المان له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکار دي، چې د چین سرې میاشتې له تېر یوه کال راهیسې د افغان سرې میاشتې سره په دې برخه کې همکاري پیل کړې ده.

هغه وايي تېر کال هم ۲۱ تنه د زړه په سوري اخته ماشومان د درملنې له پاره چین ته لېږل شوي و او سږ کال هم ۷۹ دغه ډول ناروغ ماشومان په دریو پړاونو کې چین ته د درملنې په موخه لېږل کېږي.

مېرمن نیلاب و ویل، چې په دې دوره کې هم ټاکل شوې ۲۵ تنه د زړه په سوري اخته ناروغ ماشومان د چین سینګیانګ ایالت ته درملنې په موخه لېږل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي