۰

دفاع وزارت په غزني کې د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت په غزني کې د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځیانو پرون د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتځایونو توپچي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې په غزني، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ ډلییز برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د ولسوال او د امنیت د امر په په ګډون ۲۰ تنه په کې و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي