۰
د ملي امنیت رییس:

د سولې له پاره باید افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړو

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی وايي، په هېواد کې هغه وخت سوله او ثبات ټینګېدای شي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه کړای شي.
د سولې له پاره باید افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړو
د افغانستان د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی وايي، په هېواد کې هغه وخت سوله او ثبات ټینګېدای شي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه کړای شي.

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې کندهار ولایت ته د یوه سفر پر مهال له سیمه ییزه چارواکو سره په یوه ناسته کې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلۍ ستانکزی، د کورنیو او سرحدونو چارو وزیران، په افغانستان کې
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي« هغه مهال سوله راتلی شي چې زموږ د کډوالو وروڼو کورونه، ښونځي او مدرسې خپل هېواد ته راوړو، که چېري دا کار ونه شي، هغوی به هلته تل د پردیو په لاس کې وي. موږ باید په ګډه د هغوی په رانقل کولو کې کار وکړو، ځکه د هغوی راتګ دلته ټيکاو راولي.»
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان او د پنځو هېوادونو سفیران پرون دوشنبې د وري ۲۷ مه کندهار ته د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د جاجولو په موخه تللي وو.

کندهار ته ورغلي پلاوي د امنیتي وضعیت تر څنګ د کندهار له چارواکو سره پر ټاکنو، سولې او یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې اترې وکړې.

د ملي امنیت رییس ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سولې له پاره لومړی باید په بهر کې مېشت افغان کډوال باید هېواد ته راستانه کړای شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي« هغه مهال سوله راتلی شي چې زموږ د کډوالو وروڼو کورونه، ښونځي او مدرسې خپل هېواد ته راوړو، که چېري دا کار ونه شي، هغوی به هلته تل د پردیو په لاس کې وي. موږ باید په ګډه د هغوی په رانقل کولو کې کار وکړو، ځکه د هغوی راتګ دلته ټيکاو راولي.»

ښاغلی ستانکزی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په وار وار هېواد ته د افغان کډوالو په بېرته راتګ ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي