د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تاشکند غونډې ته په استولي لیک کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش د تاشکند کنفرانس څخه د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې دا د افغان سولې له پاره یو طلايي فرصد دی.
هغه په لیک کې ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزایف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ابتکار ستاینه او زیاته کړې یې ده، چې ازبکستان او افغانستان مشترک لیدلور او ګډه راتلونکې لري، نو ښه به وي چې د سیمه ییزو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي ګوتریش زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان د ثبات لپاره دغه طلايي فرصتونه ضایع نه شي او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ورته هڅو د دوام غوښتنه هم کړې ده.
باید و ویل شي، چې د افغانستان د سولې په اړه په تاشکند کې کنفرانس پرون پیل شوی، چې نن ولسمشر غني او د هغه ازبک سیال هم دې کنفرانس ته ویناوې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل