۰
چودري:

ښه به وي، چې امریکا او پاکستان خپلې اړیکې بېرته سیمې کړي

شنبی ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۷
په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري وايي، امریکا او پاکستان په سیمه کې ګدې ګتې لري نو ښه به وي، چې خپلې اړیکې بېرته سمې کړي.
ښه به وي، چې امریکا او پاکستان خپلې اړیکې بېرته سیمې کړي
په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري وايي، امریکا او پاکستان په سیمه کې ګدې ګتې لري نو ښه به وي، چې خپلې اړیکې بېرته سمې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چودري ویلي که امریکا او پاکستان خپلې اړیکې سیمې کړي کولای شي له یو بل سره په همکارۍ په سیمه کې خپلې موخې تر لاسه کړي.

پاکستاني سفیر په امریکا کې یوه پوهنتون کې د خبرو پر مهال ویلي چې هېواد یې هېڅ وخت د ترهګرو ملاتړ نه دی کړی او امریکا ته په کار ده، چې په دې تړاو پر کړو پرېکړو له سره کتنه وکړي.

د هغه په وینا امریکا او پاکستان له اوږدو مودو راهیسې په ډېرو مهمو پړاوونو کې د یو بل دوستان پاتې شوي دي، نو ښه به وي چې خپلې اړیکې بېرته سمې کړي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم د امریکا تر څنګ ولاړ دی او په دې برخه کې پوره پوره همکاري کوي.

چودري ټينګار کړی، چې هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتینی دی او په دې برخه کې لاس ته راوړنې لري.

د پاکستان سفیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې سپینې ماڼۍ او لوړ پوړو امریکايي چارواکو ویلي، ټرامپ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان له اقداماتو خوښ نه دی.

امریکايي چارواکو ویلي پاکستان په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پر وړاندې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی، چې باید ویې کړي او د دغه شبکې غړي اړ کړي، چې د پاکستان له خاورې ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي