۰
فارین پالیسي:

طالبان د افغانستان د کانونو د ګټې یوه برخه القاعده ته ورکوي

شنبی ۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
فارن پالیسي د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د ماینونو ګټه له القاعده شبکې سره شریکوي.
طالبان د افغانستان د کانونو د ګټې یوه برخه القاعده ته ورکوي
فارن پالیسي د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د ماینونو ګټه له القاعده شبکې سره شریکوي.

دغه خپرونه پرون جمعه د وري ۳ مه لندن کې د یوه تحلیلي مرکز د راپور له مخې  زیاته کړې چې د القاعده شبکه افغانستان ته راستانه شوې او د طالبانو تر څارنې لاندې یې هره اونۍ لسګونه میلیونه ډالره له عایداتو څخه جیبونو ته وړي. د هیواد په شمال ختیځ کې د افغانستان کانونه.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر څارنې لاندې د القاعدې شبکې په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو د ناقانونه استخراج لپاره لسګونه زره کارکوونکي استخدام کړي دي.

راپور زیاتوی چې دغه ارقام د دغو کانونو ۲۵ سلنه برخه د القاعدې له خوا چې د حقانې او د هبت الله اخندزاده ډلې له خوا دغې شبکې ته ورکول کېږی، ښیی.

په راپور کې راغلي، د سرو زرو له کانونو د طالبانو میاشتنی عاید له ۲۵ میلیونو ډالرو ډېر دی، په داسې حال کې چې دا پیسې د دوی په رسمي بودیجه کې نه لیدل کېږي او په مستقیم ډول د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو او شخصي شبکو جیبونو ته ځي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د کانونو د استخراج له پیل راهیسې، القاعدې ټولټال ۱۹۴،۴ میلیونه ډالر ګټلي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د القاعده شبکې غړي د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو کې شتون لري او په پرېکړو کې برخه اخلي.

راپور زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې یې له القاعده سره تړلې ۱۴ ډلې په نښه کړي چې د افغانستان له کانونو څخه ګټه پورته کوي چې په هغو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، په تاجکستان کې انصارالله، تحریک طالبان پاکستان، القاعده په عربي ټاپووزمه کې شاملې دي. په یمن کې القاعده، په عراق کې القاعده، په سوریه کې القاعده، د هند په نیمه وچه کې القاعده، په خلیج کې القاعده او په ختیځه افریقا کې الشباب.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په بې توپیره او غیر معیاري ډول د کانونو استخراج پیل کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي