۰
کرزی او سلام ضعیف:

د پاکستان بمباري بشري جنایت او د ملي واکمنۍ نقض دی

یکشنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
پخواني افغان ولسمشر او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
د پاکستان بمباري بشري جنایت او د ملي واکمنۍ نقض دی
پخواني افغان ولسمشر او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي او ښاغلي ضعیف دغه هوايي بریدونه ښکاره بشري جنایت او د افغانستان د ملي واکمنۍ او حاکمیت نقض بللی دی.

ښاغلي کرزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه بمبارۍ بشري ضد جنایت، د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل دی.

حامد کرزي پر پاکستاني حکومت غږ کړي، څو په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره، چې ‎افغانان یې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسیو او کړنو کې بدلون راوړي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دغه راز له پاکستان وغوښتل چې افغانستان سره د نيکې او متمدنې رابطې لار خپله کړي.

په ورته وخت کې مولوي عبدالسلام ضعیف پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«د افغانستان په خاوره کې په هر نامه بمبارد د هواد په حریم تېری دی او په کلکو ټکو یې غندو .»

ښاغلي ضعیف ټینګار کړي، چې پاکستان دې د افغانانو له مجبوریته ګټه نه اخلي، بلکې هره ستونزه چې لري د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو دې حل کړي پیاددي ولري.

مولوي عبدالسلام ضعیف د خبرداري په ډول ویلي، په یاد ولرۍ، په هرې ورځې پسې سبا شته.

د یادونې ده، چې پاکستاني جیټ الوتکو پرون په کونړ او خوست ولایتونو کې پر ځينو سیمو بمبار کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د برید له امله د افغانستان اسلامي امارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي