۰
حامد کرزی د افغانستان د شتمنیو په اړه جوبایډن ته!:

بن لادن د پاکستان په عسکري قشله کې و وژل شو، جزا یې افغانانو ته مه ورکوه

یکشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۵
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته سخت غبرګون وښود او ترې ویې غوښتل، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
بن لادن د پاکستان په عسکري قشله کې و وژل شو، جزا یې افغانانو ته مه ورکوه
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته سخت غبرګون وښود او ترې ویې غوښتل، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي، چې مخکني حکومت تر سقوط او د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته یې دا لومړی
پخواني ولسمشر دغه راز وړاندې زیاته کړه«بایډن چې هغه وخت د امریکا د ولسمشر مرستیال وو، خپله یې په تلوېزیون کې لیدل چې بن لادن د اسلام آباد په ابېټ آباد کې د پاکستان د پوځ په عسکري قشله کې ناست و او هلمته د امریکايي ځواکونو له خوا و وژل شو.»
خبري کنفرانس و ویل، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نه باید د افغانستان د ملت پیسې غصب کړي.

ښاغلي کرزي و ویل، چې دا پیسې د هېڅ یوه حکومت او شخص نه دی، بلکې دا د افغانستان د ملت پیسې دي، چې په خپل هېواد کې یې یوه یوه ټوله کړې او ملي پشتوانه یې ترې جوړه کړې ده.

ده و ویل، چې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې قربانیانو سره افغانان هم په درد کې شریک دي، او لکه څنګه چې امریکایانو د ترهګرۍ قرباني ورکړې همداسې افغانانو تر هغوی په دې برخه کې ډېره قرباني ورکړي، چې په وینا یې دا خپله امریکا او ټولنې نړۍ هم ویلي دي.

نوموړي په دې اړه چې امریکا اسامه بن لادن د سپتمبر د ۱۱ مې د پېښو عامل بولي و ویل، چې بن لادن په افغانستان کې نه و، بهرنیانو راوستلی و، او دلته یې له افغان ولس څخه قرباني اخیسته.

ښاغلي کرزي و ویل«افغانان خپله د ترهګرۍ قرباني دي، دا امریکا او نړۍ هم وايي، بن
ده په همدې اړه د امریکا ولسمشر او خلکو ته په خطاب کې و ویل«د کوم قانون له مخې تاسې د ترهګرۍ قرباني شوی ملت د ترهګرو په اعمالو تورنوی او بیا یې پیسې اخلی، هېڅ اجازه نه درکو چې دا کار وکړي، زه د امریکا پر خلکو او محکمو غږ کوم او ترې غواړم، چې د افغان ملت پیسې بېرته ورکړي، پر بایډن غږ کوم، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، د افغانانو ټولې پیسې دې بېرته ورکړي.»
لادن افغانانو نه و راوستی، بهرنیانو دلته راوستی وو، چې د افغانستان خلک یې د اعمالو قرباني شوي دي، ابدآ بن لادن له افغانستان څخه عملیات نه دي کړي، دوی(امریکا) ښه پوهېږي، چې بن لادن له کومه ځایه دا عملیات وکړل، بن لادن افغانان هم وژلي دي، نو نه شو کولی، چې د اعمالو جزا یې قرباني شویو کسانو ته ورکړو.»

پخواني ولسمشر دغه راز وړاندې زیاته کړه«بایډن چې هغه وخت د امریکا د ولسمشر مرستیال وو، خپله یې په تلوېزیون کې لیدل چې بن لادن د اسلام آباد په ابېټ آباد کې د پاکستان د پوځ په عسکري قشله کې ناست و او هلمته د امریکايي ځواکونو له خوا و وژل شو.»

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ، چې بن لادن چې له کومه ځایه راغلی و په همغه ځای کې و وژل شو، نو ځکه د امریکا پر ولسمشر او ملت یې غږ کوي، چې د هغه د اعمالو جزا هغه ملت ته چې خپله د ترهګرۍ قرباني دی، ور نه کړي.

ده په همدې اړه د امریکا ولسمشر او خلکو ته په خطاب کې و ویل«د کوم قانون له مخې تاسې د ترهګرۍ قرباني شوی ملت د ترهګرو په اعمالو تورنوی او بیا یې پیسې اخلی، هېڅ اجازه نه درکو چې دا کار وکړي، زه د امریکا پر خلکو او محکمو غږ کوم او ترې غواړم، چې د افغان
هغه بایډن ته په خطاب کې زیاته کړه«ته څنګ زما خپلې پیسې ما ته په خیرات کې راکوې، دا پيسې د بشري مرستو لپاره نه دي، دا د افغانستان د ملت شتمني ده، موږ نه غواړو چې ته موږ ته خپلې پیسې په خیرات کې راکړې، او موږ بیا له دې پیسو بهرنیانو ته معاشونه ورکړو، ابدآ دا د منلو نه ده، نه یې د بشري مرستو لپاره قبلو نه د نورو څه لپاره.»
ملت پیسې بېرته ورکړي، پر بایډن غږ کوم، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، د افغانانو ټولې پیسې دې بېرته ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه، چې دا پیسې د هېڅ دولت او شخص نه دی، بلکې دا د ترهګرۍ قرباني شوي افغان ملت پیسې دي او هېڅوک یې د وېش حق نه لري.

پخواني ولسمشر دا هم و ویل، چې دی د امریکا د ولسمشر د دغه پرېکړې سره چې د افغانستان له ملي شتمنۍ څخه به ۳.۵ میلیون ډالره د بشري مرستو په خاطر افغانانو ته ورکوي، هم کلک مخالف دی.

هغه بایډن ته په خطاب کې زیاته کړه«ته څنګ زما خپلې پیسې ما ته په خیرات کې راکوې، دا پيسې د بشري مرستو لپاره نه دي، دا د افغانستان د ملت شتمني ده، موږ نه غواړو چې ته موږ ته خپلې پیسې په خیرات کې راکړې، او موږ بیا له دې پیسو بهرنیانو ته معاشونه ورکړو، ابدآ دا د منلو نه ده، نه یې د بشري مرستو لپاره قبلو نه د نورو څه لپاره.»

ښاغلي کرزی وایي، په دې اړه یې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره هم خبرې کړې او دا خبرې چې نن یې په دې خبري کنفرانس کې وکړې، ټولې هغه ته هم کړې دي.

نوموړي ټینګار وکړ،
خو پر مرکزي بانک یې هم غږ وکړ، چې د دغه پیسو د خلاصون لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي اما په وینا یې دا د افغانستان د ورځنیو لګښتونو او بشري مرستو لپاره نه دي، بلکې بانک یې باید وساتي او ان اضافه یې کړي تر څو افغانستان ثبات ته ورسېږي.
چې د افغانانو تر منځ به د نظر اختلافات وي، خو په وینا یې د ملي ګټو په برخه کې ټول باید همغږي وي.

په ورته وخت کې ښاغلي کرزي د افغانستان بانک د پرونۍ اعلامیې څخه هم ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې د افغانستان د شتمنیو په آزادېدو او مرکزي بانک ته د راګرځېدو برخه کې به خپله همکاري له دغه بانک سره وکړي.

خو پر مرکزي بانک یې هم غږ وکړ، چې د دغه پیسو د خلاصون لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي اما په وینا یې دا د افغانستان د ورځنیو لګښتونو او بشري مرستو لپاره نه دي، بلکې بانک یې باید وساتي او ان اضافه یې کړي تر څو افغانستان ثبات ته ورسېږي.

دغه راز ښاغلي کرزي پر اوسنی سرپرست حکومت غږ وکړ، چې پر امریکا او نورو هېوادونو دې بې ځایه پلمې بندې کړي او د یوې ملي ارادې په تمثیل او لویې جرګې په دایرېدو سره دې ځینو داخلي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

پخواني
پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار سره و ویل، تمه لري، چې په ژر تر ژره ټول پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي.
ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار سره و ویل، تمه لري، چې په ژر تر ژره ټول پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانستل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د ستونزې اصلي لامل د خلکو بې سوادي نو ځکه ټینګار کوي، چې د افغانستان اوسنی او راتلونکي نسل ته باید د زده کړو زمینه برابره شي.

ده و ویل«د تعلیم نه لرل، مانا دا چې هېڅ نه لرو.»

حامد کرزي په ورته وخت کې پر هغه هېوادونو چې پخوا یې افغانانو ته د لوړو زدکړو لپاره سکالرشیپونه ورکول هم غږ وکړ، چې دغه پروسه بنده نه کړي، بلکې لا یې زیاته کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي