۰

کریم خرم: امریکا هم له افغانستانه وتلې او هم نه ده وتلې

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۳
د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د کندوز او کندهار پېښو ته په اشارې وايي، امریکا هم له افغانستانه وتلې او هم نه ده وتلې.
کریم خرم: امریکا هم له افغانستانه وتلې او هم نه ده وتلې
د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د کندوز او کندهار پېښو ته په اشارې وايي، امریکا هم له افغانستانه وتلې او هم نه ده وتلې.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي خرم د کندوز او کندهار ولایتونو په وروستیو پېښو کې امریکا په لاس لرلو او یوه لوبه بولي.

نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د کندوز د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت د (الایغوری) په نوم او د کندهار د برید مسوولیت (الخراسانی) او( بلوچ) په نومونو بریدګرو ته راجع شوی.

د خرم په وینا، له دې سره سیمه ییز هېوادونه باید پوه شي، چې د افغانستان د ټولوژنې، ګدا کولو او بې نظامۍ شاته څه لویه جیوپولیټیکه لوبه روانه ده.

نوموړي زیاته کړې له دې پېښو سره څرګنده شوه، چې امریکا هم له افغانستان څخه وتې او هم نه ده وتې.

 د یادونې ده، چې پرون په کندهار او تېره اوونۍ په کندوز ولایتونو کې د جمعې پر لمانځه پر اهل تشیع ځانمرګي بریدونه وشول، چې په دواړو بریدونو کې کابو ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه بریدونو مسوولیت داعش وسله والو پر غاړه واخیست.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي