۰
کرزی:

اوکراین د افغانستانه زده وکړي، ځان دې د زبرځواکو په لوبو کې نه نښلوي

پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې پر اوکراین غږ کړی، چې د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او ځان دې د نړۍ د زبرځواکونو د لوبو میدان نه جوړوي.
اوکراین د افغانستانه زده وکړي، ځان دې د زبرځواکو په لوبو کې نه نښلوي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې پر اوکراین غږ کړی، چې د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او ځان دې د نړۍ د زبرځواکونو د لوبو میدان نه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له د هندو ورځپانې سره په مرکه کې کړې او ټینکار یې کړی، چې اوکراین نباید د زبرځواک په لوبو کې شامل شي، ځکه په وینا یې که شامل شي نور تر پښو لاندې کېږي.

هغه د روس پر وړاندې اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ په اړه ویلي، که دی د اوکراین د ولسمشر پر ځای وای، هېڅ وخت به یې دغه کار ته اجازه نه وای ورکړې.

نوموړي ویلي، بهرني جنګیالي افغانستان ته هم راغلي و او هغوی د راتګ لکه القاعده، اسامه بن لادن او نور نتیجه دا شوه، چې افغانان تر نن پورې کړېږي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي، چې د اوکراین جګړې پر افغانستان هم اغېز کړی او دا هېواد یې د نړیوالو د توجو له محراق څخه څنډې ته کړی دی.

پخواني افغان ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې روسیې له تېرو دوه اونیو راهیسې په اوکراین برید کړی او له برید سره سم ولسمشر زیلنسکي اعلان وکړ، چې بهرني جنګیالي کولی شي د روسی د یرغل د مخنیوي په موخه دغه هېواد ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي