کرزی:

اوکراین د افغانستانه زده وکړي، ځان دې د زبرځواکو په لوبو کې نه نښلوي

19 حوت 1400 ساعت 10:04

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې پر اوکراین غږ کړی، چې د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او ځان دې د نړۍ د زبرځواکونو د لوبو میدان نه جوړوي.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې پر اوکراین غږ کړی، چې د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او ځان دې د نړۍ د زبرځواکونو د لوبو میدان نه جوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له د هندو ورځپانې سره په مرکه کې کړې او ټینکار یې کړی، چې اوکراین نباید د زبرځواک په لوبو کې شامل شي، ځکه په وینا یې که شامل شي نور تر پښو لاندې کېږي.

هغه د روس پر وړاندې اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ په اړه ویلي، که دی د اوکراین د ولسمشر پر ځای وای، هېڅ وخت به یې دغه کار ته اجازه نه وای ورکړې.

نوموړي ویلي، بهرني جنګیالي افغانستان ته هم راغلي و او هغوی د راتګ لکه القاعده، اسامه بن لادن او نور نتیجه دا شوه، چې افغانان تر نن پورې کړېږي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي، چې د اوکراین جګړې پر افغانستان هم اغېز کړی او دا هېواد یې د نړیوالو د توجو له محراق څخه څنډې ته کړی دی.

پخواني افغان ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې روسیې له تېرو دوه اونیو راهیسې په اوکراین برید کړی او له برید سره سم ولسمشر زیلنسکي اعلان وکړ، چې بهرني جنګیالي کولی شي د روسی د یرغل د مخنیوي په موخه دغه هېواد ته ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com