۰

حامد کرزي له سره صلیب کمېټې د مرستو د دوام غوښتنه کړې

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سره صلیب نړیوالې کمېتې غوښتي، چې له افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي له سره صلیب کمېټې د مرستو د دوام غوښتنه کړې
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سره صلیب نړیوالې کمېتې غوښتي، چې له افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه غوښتنه پرون شنبې د لړم ۲۰ مه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال ډومینیک هارټ سره لیدنه کې کړې ده.

د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حامد کرزي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي، افغانستان په دې حساسو شرایطو کې د نړیوالو بنسټونو په تېره د سره صلیب نړیوالې کمېټې لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري او د دغه بنسټ چارواکو ته په کار ده چې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ډومینیک هارټ هم په دې لیدنه کې ویلي، دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې دلته له احتمالي ناورین مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې  سره صلیب نړیوالې کمېتې مشر پیټر ماریر هم په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې وايي، که بشري مرستې ونه شي ناورین به رامنځ ته شي.

پیټر مار ویلي، په اوس مهال کې د افغانستان تر ټولو ستره او مهمه اړتیا دا ده، چې دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.

دی وايي، افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دي او خیریه موسسې هڅه کوي، ډاکترانو او نرسانو ته د معاشونو د ورکولو لار پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نرسانو او ډاکترانو بانکي حسابونو ته پیسې نه شي لېږلی او د دې اړتیا ده، چې له افغانستان سره نغدې مرستې وشي.

ده ویلي« راځۍ له یاده ونه باسو چې د ډاکټرانو، نرسانو، د ابو رسولو د سیستم د کارکونکو او د برق د سیستم د کارکونکو ډېر شمیر کارکونکي، هماغه پخواني کارکونکي دي. یواځې مشرتابه بدل شوی دی.»

ماریر وايي، بشري سازمانونه د افغانستان د اقتصاد د پاشل کېدو ستونزه نشی حل کولی او د دغه ستونزې د حل لپاره په کار ده چې د یوه تړون له مخې دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پيټر ماریز ټینګار کړی، چې ، هغه وايي دغه کار د طالبانو د حکومت له په رسمیت پیژندلو پرته هم کېدلی شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې موجودې وچکالۍ ته په کتو سره، ښايي د دغه هېواد خلک له لوږې سره مخامخ شي ځکه له یوې خوا اقتصاد ټکنی دی او له بلې خوا کرکیله او د خوراکي توکو تولید وچکالۍ اغیزمن کړی دی.

خو په وینا یې د افغانستان تر ټولو مهم بحران د مامورینو د معاشونو ورکول دي.

د یادونې ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ کې کار کوي، کابو۱۸۰۰ کارکونکي لري چې تقریباً ټول افغانان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي