پاکستان وايي، له افغانستان سره د توافق په اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو باروړنکو موټرو ته د دوه طرفه تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرازق داوود په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.
نوموړي پرون سه شنبې د کب ۱۷ مه په خپل ټوېټر پاڼه یاد اقدام د سیمه ییزو اتصال په برخه کې تاریخي پرمختګ بللی دی.
ده ویلي«موږ باید دا څرګنده کړو چې پاکستان او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو او بل بار وړونکو لاریو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړې ده.»
د یاد توافق په اساس د مارچ میاشتې پر ۲۱مه باروړونکي موټر د موقت اسنادو په تر لاسه کولو سره دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي.
داوود ویلي، افغان سوداګر کولی شي په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د دغه هیواد له قونسلګرۍ څخه د تېرېدو جواز تر لاسه کړي.
د عمران خان استازي زیاته کړې، چې یې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره به د سوداګرۍ پراخه دروازه خلاصه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل