۰

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ یوه موافقه تصویب کړه

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د اروپايي ټولنې پارلمان د دغه اتحادیې او افغانستان تر منځ د همکارۍ یوه مهمه موافقه تایید او تصویب کړه.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ یوه موافقه تصویب کړه
د اروپايي ټولنې پارلمان د دغه اتحادیې او افغانستان تر منځ د همکارۍ یوه مهمه موافقه تایید او تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د همکارۍ دغه موافقه پرون چهارشنبې د کب ۲۲ مه د اروپايي ټولنې د پارلمان له خوا تصویب شوې ده.

دغه موافقه د مشارکت او پرمختګ په اړه ده، چې د یادې تولنې د پارلمان د ټولو ۵۱۳ غړیو څخه د ۸۵ منفي رایو په ورکړې سره تصویب شوه.

موافقه د یو شمېر اقداماتو غوښتنه کوي لکه له فساد سره مبارزه، د پیسو سپینولو، د تروریزم د مالي ملاتړ، منظمو جنایتونو او مخدرو موادو مخنیوی.

د اروپايي پارلمان د څېړنیزو خدماتو د ادارې پر اساس، د دې اتحادیې او افغانستان د مشارکت او پرمختګ په اړه د همکارۍ موافقه د بشري حقونو او همداراز د د قانون د حاکمیت، روغتیا او تعلیم په شان په یو شمېر برخو کې د همکارۍ په ګډون د منظم دیالوګ لار هواروي.

باید و ویل شي، چې دا موافقه د دواړو خواوو ترمنځ د ۲۰۱۷ م کال په فبرورۍ کې لاسلیک او اوس د پارلمان له خوا تایید شوې، خو د بشپړ لپاره د اروپايي اتحادیې د یو شمېر هېوادونو تصویب ته اړتیا لري.

دغه راز اروپايي پارلمان پرون یو غیرلازم الاجرا پرېکړه لیک هم تصویب کړ چې د افغانستان د حکومت پر بې ثباتۍ او کمزورتیا اندېښنه ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي