پاکستاني چارواکي وايي، هڅه کوي، چې له افغانستان او دغه راز له امریکا سره د ښو اړیکو رامنځ ته کولو له پاره کار پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي پرون اسلام آباد کې د یوې خبري غوندې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان او پاکستان په ګډه پر خپلو ستونزو غور کړی دی او د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په وینا دا چې نړیوالو د افغانستان د سولې له پاره هڅې پیل کړې، پاکستان هم د دغه هڅو او افغان سولې ملاتی او په دې برخه کې به مرسته وکړي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې له امریکا سره هم ښې اړیکې غواړي خو د دغو اړیکو د تعریف لپاره باید اسلام اباد پوه شي چې واشنګټن په افغانستان کې څه غواړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې امریکا هم باید د پاکستان اړتیاوې په پام کې ونیسي او د متقابل احترام له لارې باید اړیکې ورغول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل