پاکستان غواړي له افغانستان او امریکا سره اړیکې ښې کړي

3 سنبله 1397 ساعت 8:20

پاکستاني چارواکي وايي، هڅه کوي، چې له افغانستان او دغه راز له امریکا سره د ښو اړیکو رامنځ ته کولو له پاره کار پیل کړي.


پاکستاني چارواکي وايي، هڅه کوي، چې له افغانستان او دغه راز له امریکا سره د ښو اړیکو رامنځ ته کولو له پاره کار پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي پرون اسلام آباد کې د یوې خبري غوندې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان او پاکستان په ګډه پر خپلو ستونزو غور کړی دی او د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

د هغه په وینا دا چې نړیوالو د افغانستان د سولې له پاره هڅې پیل کړې، پاکستان هم د دغه هڅو او افغان سولې ملاتی او په دې برخه کې به مرسته وکړي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې له امریکا سره هم ښې اړیکې غواړي خو د دغو اړیکو د تعریف لپاره باید اسلام اباد پوه شي چې واشنګټن په افغانستان کې څه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې امریکا هم باید د پاکستان اړتیاوې په پام کې ونیسي او د متقابل احترام له لارې باید اړیکې ورغول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com