د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج وایي، هېواد یې ژمن دی، چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغلې سوراج دغه څرګندونې پرون جمعه د غوايي ۲۷ مه د افغانستان د سولې د شورا د دارلانشاء د رییس او د سیمې اجماع په چارو کې د ولسمشر غنی د سلاکار عمر داوودزي سره په لیدنه کې کړې دي.
د سولې عالي شورا وايي، دواړو خواوو د افغانستان پر سوله او د سولې په اړه پر سیمهییزه اجماع خبرې اترې کړي.
د یادې شورا د ویاند غفور احمد جاوید په وینا هند افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.
باید و ویل شی، چې ښاغلي داودزي د تېرې پښنبې په ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل