۰

سعودي عربستان له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخوي

چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره سوداګریزه اړیکې پراخه کړي.
سعودي عربستان له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخوي
کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره سوداګریزه اړیکې پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د سعودي سفارت نه نن چهارشنبې د زمري ۱۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، الخالدي دغه څرګندونې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ډاکتر محمد همایون قیومي سره په لیدنه کې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي سفیر په خپلو خبرو کې په نورو برخو کې د مرستو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د سعودي عربستان د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.

د هغه په وینا سعودي عربستان د افغان سولې، بشري مرستو، پانګونې، زیربنايي چارو، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار ته چمتو دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا هم خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي دواړو لورو د سعودي عربستان او افغانستان د همکاریو د ګډ کمېسیون پر راتلونکې ناسته چې د اکتوبر په میاشت کې جوړېږي وغږېدل.

خبرپاڼه وايي، د ناستې بله موضوع په افغانستان کې د سعودي سوداګرو پانګونه وه چې دواړو لورو پرې هر اړخیز بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي