۰

ملګرو ملتونو له افغانستان د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه کړې ده

پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیال فرحان حق وايي، ملګري ملتونه له افغانستان سره اوږده مهاله مرستو او همکاریو ته ژمن دي.
ملګرو ملتونو له افغانستان د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه کړې ده
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیال فرحان حق وايي، ملګري ملتونه له افغانستان سره اوږده مهاله مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرحان حق چې افغانستان ته په سفر راغلی، ویلي د افغانستان روان وضعیت یې له نېږدې څارلی او بېلا بېلو سیاسي څېرو، حکومتي چارواکو، بهرنیو سفیرانو او یوناما له چارواکو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیال له چارواکو سره په لیدونو کې له افغان حکومت سره د تلپاتې او اوږدمهاله همکارۍ ژمنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره اوږدمهاله همکاري لري او د دغه هېواد د ملاتړ ژمنه کوي.

هغه چې د یوه پلاوي په مشرۍ راغلی ویلي یې دي، په افغانستان کې د ټاکنو له روان بهیر یې هم لیدنه کړې او په وینا یې دوی په روان کال کې د ولسي جرګې او راتلونکی کال کې له ولسمشریزو ټاکنو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو دغه پلاوي هیله څرګنده کړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه خپلې ژمنې پوره کړه او په دې توګه د افغانانو حقوق ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي