د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د مالیې وزارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د مالیې وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
سره صلیب زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي تر ډېره له روغتیايي برخې سره همکار وي.
دوی د مالیې وزارت له چارواکو سره په افغانستان کې د لا ډېرو بهرنیو پراختیايي موسسو د کار پر څرنګوالي او د فعالیت پر زمینو خبرې کړې دي.
دواړو لورو هیله ښوودلې چې په افغانستان کې لا ډېرې پراختیایي موسسې خپل فعالیتونه پيل کړي او له افغانانو سره په بېلو برخو کې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل