د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان سره اړینه مرسته و نه شي نو د دې احتمال شته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بانکي سیستم منظم شي او راکړو ورکړو ته لار هواره شي.
دغه ادارې ویلي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د پراخو سیاسي خبرو غوښتنه کړې ده او وایي افغانان په دې ډول خپل ژوند ته ادامه نه شي ورکولی او نړیوالو ته نه ده په کار چې په دې برخه کې بې پروايي وکړي.
سورصلیب وایي، تر دې دمه یې په افغانستان کې میلیونونه ډالر پر بشردوستانه مرستو لګولي دي، خو د خلکو د ژغورلو لپاره لا ډېرو مرستو او امکاناتو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل