د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د خلکو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې، خو د افغانستان اسلامي امارت وايي، د اندېښنو څرګندونو پر ځای دې نړیوال له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سره صلیب ویلي، که خلکو ته خدمات عرضه نه شي، نو راتلونکي ژمي کې به د افغانستان وضعیت ډېر خراب شي.
دغه نړیوالې کمېټې زیاته کړې«په راتلونکي ژمي کې د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که د افغانستان د دولتي کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي او همداراز د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بودجه چمتو نه شي نو په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته دی.»
خو د افغانستان اسلامي امارت د سره صلیب په ګډون له ټولو نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غوښتي، چې د ناهیلي کوونکو راپورونو پر ځای دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.
د اسلامي امارت د مطبوعاتي ټیم غړي بلال کریمي ویلي، بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غواړي چې باید له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وشي او د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د همکارۍ روحیه شتون ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل