قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د امریکا او نړیوالو له خوا د نوي افغان حکومت په رسمیت نه پېژندل د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شاهین نن سه شنبې د کب ۱۰ مه په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د نړیوالو په حضور کې تړون لاسلیک شو.
نوموړي د دغه تړون او خبرو اترو د بریالیتوب په برخه کې د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر څخه مننه کړې، چې مهم رول یې په کې ولوباوه.
خو نیوکه یې کړې، چې په خواشنۍ سره امریکا د دغه تړون ځینې برخې لکه د تور لېست څخه د اسلامي امارت د مشرانو نه ایستل تر اوسه نه دي عملي کړی.
دغه راز ښاغلي شاهین ویلي، چې د امریکا او نړیوالو له خوا د افغانستان په رسمیت نه پېژندنه او تحریم هم هغه څه دي، چې د دوحې د شوې تړون خلاف دي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې تړون دوه کاله پوره شول او څه باندې شپږ میاشتې کېږي، چې امارت واک تر لاسه کړی، خو تر اوسه پورې د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل