قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه په کلکه غندلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امريکا له خوا دافغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول، او په خپل سر تصرف پکې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو هغه ټيټه کچه انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړې، ماته او بريا د انسان په تاريخ او ژوند کې معمول دی، خو تر ټولو لويه او شرمېدلې ماته بيا دا ده چې نظامي او اخلاقي ماتې لاسونه سره ور کړي.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه د یوه فرمان په لاسلیک سره د افغانستان کنګل شوې ستمنۍ څخه ۷ میلیارد ډالر آزاد اعلان کړل.
خو ویې ویل، چې د دغه شتمنۍ نیمايي ۳.۵ میلیارد ډالره به امریکا کې د سټمبر د ۱۱ مې قربانیانو ته ورکول کېږي.
د بایډن دغه پرېکړه په امریکا کې د ننه او نړیواله کچه سخت غندل شوې او دا یې یو غیر انساني او غیر اخلاقي کار بللی دی.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، بایډن غواړي د افغانستان د خلکو شتمنۍ لوټ او اقتصاد یې فلج کړي.
سرچینه وایي، بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل