د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې کابل کې د یوې رسنۍ دوه نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او پرته له کوم شرطه خوشي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اریانا تلوېزیون دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب د طالبانو استخباراتو نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بیان پر آزادۍ دا ډول بریدونه په افغانستان کې د بیان آزادۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی او دغه خبریالان باید ژر تر ژره خوشي کړي.
د یادونې ده، چې د اریانا تلوېزیون مسوولین وایي، د دوی دوه خبریالان حسرت او حجاب پرون دوشنبې د سلواغې ۱۱ مه د دندې له ځای څخه بېولي دي.
خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په ننګرهار کې د دې ولایت پخوانی ویاند عطاالله خوږیاڼۍ هم نیولی و، خو تر څو ساعته بند وروسته یې خوشی کړ.
خپله خوږیاڼي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ده ستونزه حل شوې او دوستان یې دې په اړه هېڅ ډول تشویش نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل