۰

په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه شوې، امام او دوه زامن یې وژل شوي

جمعه ۲۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
د پلازمېنې کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په شېرشاه سوري جامع جومات کې چاودنې ملا امام او د هغه دوه زامن وژلي دي.
په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه شوې، امام او دوه زامن یې وژل شوي
د پلازمېنې کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په شېرشاه سوري جامع جومات کې چاودنې ملا امام او د هغه دوه زامن وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن جمعه د غبرګولي ۲۳ مه د جمعې د لمانځ پر مهال شوې، چې په  کې د دغه جومات ملا امام مولوي عزیزاالله مفلح او د هغه دوه زامن وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وازارت ویاند طارق ارین هم تایید کړې، چې په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه شوې، ملا آمام او درې تنه نور په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د وژل شوي امام په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو په خوله رسنیو ویل شوي، چې مولوي عزیزاالله مفلح او د هغه دوه زامن په دغه چاودنه کې وژل شوي دي.

طارق ارین وايي، ماین د جومات د ننه ځای پر ځای شوي وو خو زیاتوي، چې په دې اړه به نور جزیات وروسته  له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل د وزیرمحمد اکبرخان جامع جومات خطیب او امام ډاکتر محمد ایاز نیازی هم په ورته یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

تر اوسه د شېرشاه سوري د جومات چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د وزیر اکبرخان د جومات چاودنې مسوولیت داعش ډلې اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي