۰

کابل کې چاودنه شوې، تر اوسه شپږ تنه ټپیان شوي دي

چهارشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۹
د پلازمېنې کابل په مشهور پل خشتي جامع جومات کې د لمانځه پر مهال یوه چاودنه شوې ده.
کابل کې چاودنه شوې، تر اوسه شپږ تنه ټپیان شوي دي
د پلازمېنې کابل په مشهور پل خشتي جامع جومات کې د لمانځه پر مهال یوه چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۱۷ مه ماسپښین ۱:۴۰ بجې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک د لمانځه له ادا خلاص او دعا یې کوله.

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي د چاودنې تایید کوي وايي، دغه چاودنه د لاس بم د غورځولو له امله رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي، خو دا چې موخه یې څه وه، څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې همدې جومات څنګ ته په سرای شهزاد کې هم ورته چاودنه وشوه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او تر پنځوس زیات ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي