۰

امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه ټوېټ کې ویلي له وېسټ سره یې په اسلام آباد کې لیدلي دي او د افغان پر روان وضعیت او بشري مرستو یې خبرې ورسره کړې دي.

نوموړې خبرې ګټورې بللې او ټینګار یې کړي، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري ډېروي.

په ورته وخت کې توماس وېسټ هم چې لیدنه ګټوره او له لاس ته راوړنو ډکه وه.

وېسټ زیاته کړې، اندونیزیا د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري او تل یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي چې په دې لیدنه کې هم د مرستو پر ډېرېدو او رسولو بحثونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي