امریکا او اندونیزیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

28 قوس 1400 ساعت 10:42

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه ټوېټ کې ویلي له وېسټ سره یې په اسلام آباد کې لیدلي دي او د افغان پر روان وضعیت او بشري مرستو یې خبرې ورسره کړې دي.

نوموړې خبرې ګټورې بللې او ټینګار یې کړي، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري ډېروي.

په ورته وخت کې توماس وېسټ هم چې لیدنه ګټوره او له لاس ته راوړنو ډکه وه.

وېسټ زیاته کړې، اندونیزیا د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري او تل یې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي چې په دې لیدنه کې هم د مرستو پر ډېرېدو او رسولو بحثونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com